د سين هوااژانس د خبر له مخې، د مورګان ستانلي په نوم د پانګو نړيوال شرکت يعنې د MSCI شرکت د جون په ۲۰مه نېټه اعلان وکړ چې د ۲۰۱۸ له جون څخه د چين د A اسهام د MSCI د نويو سمسور شويو بازارونو په ګراف او ACWIکې شامليږي.
د ايم ايس سي اي شرکت په راپور کې راغلي چې د چين د لويې برخې او هانکانګ تر منځ د تګ راتګ ميکانيزم کې فعال پرمختګ رامنځته شوی او د چين د اسهامو معاملو څانګې د اي اسهام په اړوند د نړيوالو پولي توليداتو د مخکنۍ څارنې او منظورۍ محدوديت کم شوی، نو ياده پريکړه د نړيوالو لويو پانګه اچوونکو زيات ملاتړ تر لاسه کړی دی.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |