د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون د ۲۱مې نيټې په ۹بجو ۴۷او دقيقو تيان جو لومړی نمبر باروړونکې بيړۍ د تيان ګونګ دويم نمبر له فضايي لابراتور سره د دوو مياشتو تر ګډې الوتنې وروسته په خپلواکه توګه د حرکت پړاو ته داخله شوه.
په دې پړاو کې به د تيان جو لومړی نمبر فضايي بيړۍ د فضا د کارولو او د فضانوردۍ د تخنيکونو په شمول ساحو کې زياتې ازموينې تر سره کړي او د تيان ګونګ دويم نمبر له فضايي لابراتور سره په اتوماتيکه توګه نښلول شوې او د دريم ځل لپاره به د مالونو زياتولو ازموينه تر سره کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |