CRI Online

په نړۍ کې د بې ځايه شوو کسانو شمېر لوړ او نوی ريکارډ جوړ کړی

cri     (GMT+08:00) 2017-06-21 15:19:25

د جون شلمه نېټه د کډوالو له نړيوالې ورځې سره برابره ده.د م م د کډوالو چارو لوړی پوړي چارواکي فيليپو ګراندي په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې زورزياتی له منځه يوسي او له بېلا بېلو ځايونو څخه بې کوره او بې ځايه شوي کسان ومني.هغه زياته کړه چې دغه کسان د ګټورو بدلونونو سبب ګرځېدلی شي.

د جون شلمه نېټه د کډوالو له اوولسمې نړيوالې ورځې سره برابره ده.د م م د کډوالو ادارې د نړيوال تمايل په هکله د راپور له مخې د ٢٠١٦ کال تر پايه پورې په نړۍ کې د جګړې،زورزياتي او شخړو له امله د بې ځايه شوو کسانو شمېر پنځه شپېته مليونه شپږ لکه تنو ته رسيدلی چې په تاريخ کې يې نوی ريکاډ جوړ کړی دی .په دغو کسانو کې کډوال، بی ځايه شوي کسان او پناه غوښتونکي شامل دي.د دې راپور له مخې دغه شمېر د بريټانيا له عمومي نفوس سره برابر دی او معنی يې دا ده چې په نړۍ کې په منځني توګه له هر ١١٣ تنو څخه يو تن بې ځايه شوی دی.

نوموړي په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې د دغو کډوالو او د هغو کسانو مننه وکړه چې کډوال يې منلي دي. هغه وويل (اواز.........) د کډوالو په نړيواله ورځ کې د پنځه شپېتو مليونو تنو کډوالو احترام او درناوی کوو چې د جګړې،د زورزياتي پېښو او شخړو له امله يې خپل کورونه له لاسه ور کړي دي.خو په عين وخت کې مونږ په دې پوهيږو چې د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې داسې سيمې او خلک شته دي چې کډوال او بې ځايه شوي خلکو ته ځايونه ور کړي دي او د دوي لپاره يې سرپناوې برابرې کړې دي تر څو دغه کډوال پکې واوسيږي.

هغه دې ته اشاره وکړه چې مونږ په يوه داسې نړۍ کې ژوند کوو چې ناثابت عوامل هر وخت پکې پېښېدلای شي .د اقتصادي او سياسي چارو د ناارامي او د استوګنې په سيمو کې د زورزياتي پېښو له امله خلک غواړي چې خوندي ځايونو ته ولاړ شي او يا خپل کورونه پريږدي، خو ډار او نفرت به د نړۍ د ښه کېدو سبب نه شي.هغه وويل چې اوس د بدلون وخت راغلی دی. هغه زياته کړه (اواز..........) په نړۍ کې د بېلا بېلو استوګنځايونو،غريبو هېوادونو،سوداګريزو شخصيتونو،مذهبي سيمو، ښوونکيو او مطبوعاتي کارکوونکو د بې ځايه شويو خلکود ساتلو لپاره ځايونه برابر کړي او په ځايي ټولنو کې د دوي د ګډون لپاره يې هڅې کړې دي.

نوموړي همدارانګه وويل چې د کډوالو په نړيواله ورځ کې فکر کوو چې د جګړې او شخړو له امله د بې ځايه شويو کسانو لپاره څه کار کولی شو تر څو ويره او د زورزياتي کړه وړه ختم کړو او پخپلو د استوګنې په سيمو کې د کډوالو د راتګ هر کلی وکړو.په عين وخت کې دغو سيمو ته د کډوالو او بې ځايه شويو وکړو د داخليدو د مخنيوي له نظرونو سره مخالفت کوو. هغه وويل (اواز..........) زموږ د تجربې له مخې که د کډوالو لپاره مساعد چاپيريال برابر شي، نو دوی به په ځايي سيمو کې د ګټورو بدلونونو راوستلو باعث نه د ستونزو. پيوستون د مفکورې او زړونو خلاصولو ته اړتيا لري،که د کډوالو پر وړاندې د استوګنې سيمو دروازې خلاصې کړو،ګرده ټولنه بايد په ګډه سره مسئوليت پر غاړه ولري.د دې ترڅنګ خپلو سيمو ته د کډوالو د راتګ هر کلی کول د نورو کسانو ګټې ته زيانونه نه زيانمنوي بلکې په دې برخه کې ملاتړ او له کډوالو سره مرستې بايد زياتې شي.

که څه هم په ٢٠١٦ کال کې په نړۍ کې د خلکو د بې کوره کېدو مسئله لږ څه ښه شوې ده. نړيوالې ټولنې په دې برخه کې مثبت پرمختګ هم موندلی دی، خو ډېرې مسئلې لا هم موجودې او پر ځای دي د بېلګي په توګه په ډېرو هېوادونو کې د کډوالو ساتلو مسئلې ته سياسي بڼه ور کړل شوې او په ځينو سيمو کې د کډوالو ساتلو لپاره محدوديتونه زيات شوي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای