د سين هوااژانس د خبر له مخې: په م م کې د چين دايمي استازي ليو جي يي او د کينيا دايمي استازي ماچاريا کاماو د ککړتيا د نشتوالي د نړيوالو دوستانو ګروپ د ګډو رئيسانو په توګه د جون په ۲۰مه نېټه په نيويارک کې د صحرا کيدو د مخنيوي د مسئلې په هکله د غونډې مشري وکړه. د صحرا کيدو د مخنيوي لپاره په نړيواله همکارۍ کې د چين کوښوونه په غونډه کې د بېلا بېلو خواوو فعالې ستاينې تر لاسه کړې.
ليو جي يي وويل د صحرا کيدل د نړۍ دوه په دريم هېوادونو او سيمو کې يو په پنځمه برخه خلکو ژوند او پرمختګ ته ګواښونه رسولي او رسوي يې. د صحرا کيدو د مخنيوي کارونه د ايکلوژيکې چاپيريال د ښه والي، د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د اقتصادي او ټولنيز دواملرونکي پرمختګ په شمول په زياتو ساحو پوري اړه لري.
په م م کې د جنوبي افريقا، ايران، تونيس او سنيګار په شمول د هېوادونو دايمي استازو په فعاله توګه د چين ساينه وکړه چې د صحرا کيدو د مخنيوي لپاره په نړيواله همکارۍ کې ګډون کوي. بېلا بېلې خواوې غواړي د صحرا کيدو د مخنيوي لپاره د م م د تعهد نامه په ۱۳مه لاسليکوونکې غونډه کې ګډون ولري چې په چين کې به تر سره شي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |