د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جون په ۲۱مه نېټه اعلان وکړ چې د چين صدراعظم لي که چيانګ به د جون له ۲۶مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې د چين په دا ليان ښار کې د داوس د يوولسمې دورې د دوبني فورم په پرانيستونګو مراسمو کې ګډون او يوه ځانګړې وينا به وکړي. لي که چيانګ به د فورم په موده کې د فنلنډ او سويډن له مشرانو سره خبرې اترې وکړي، له ځينو مېلمنو سره به وګوري او د صنعت او سوداګرۍ، پولي چارو، د کارپوهانو ټولنې او خبري رسنيو له استازو سره به ملاقات وکړي.
په څلورم صنعتي اصلاحاتو کې شامل پرمختګ د نوموړي فورم اصلي موضوع ده. له ۹۰ نه د زياتو هېوادونو د سياستوالو، چارواکو، د تصديو خاوندانو، پوهانو او د خبري رسنيو استازو په ګډون ۱۵۰۰ تنه به په دې فورم کې ګډون وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |