CRI Online

شينجينانګ به د چين او ترکيې ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره ستر رول ولوبوي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-21 18:54:33

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د سرحدي سيمو د انسټيټوټ مشر شينګ ګوانګ چنګ په مشرۍ چيني پلاوي د جون په ۲۰مه نېټه له ترکيې څخه ليدنه وکړه او په انقره کې يې يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه چې د شينجيانګ د پرمختګ او د قومي او مذهبي مسئلو په اړه د خبري رسنيو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

ښاغلي چنګ وويل چې د يو کمربند او يوې لارې په اړه پلان له پلي کېدو راهيسې د لازياتو هېوادونو د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی.د روان کال په می کې د يو کمربند او يوې لارې په اړه نړيوال همکاريز فورم په بېجينګ کې تر سره شو.د ترکيې ولسمشر هم په فورم کې ګډون وکړ.ياد پلان د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزې همکارۍ لپاره ستر اهميت لري.شينجيانګ له ۸ هېوادونو سره ګډه پوله لري او له منځنۍ او جنوبي اسيا او د منځني ختيځ له بېلا بېلو هېوادونو سره نژدې اړيکې لري.د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې به شينجيانګ د نړيوالې همکارۍ په برخه کې لاستر رول ولوبوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای