CRI Online

د چين او امريکا د صنعتي او سوداګريزو مشرانو او پخوانيو لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د نهم پړاو ډيالوګ تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-06-21 20:24:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين او امريکا د صنعتي او سوداګريزو مشرانو او پخوانيو لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د نهم پړاو ډيالوګ د جون په ۲۱مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسيد او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې وغوښتل چې دواړه هېوادونه بايد داخلي اقتصاد ته لا ورخلاص کړي، په تيره بيا بايد د نويو عالي تخنيکونو، انټرنيټي اقتصاد، صنعتي توليد او پولي خدمتونو په برخو کې د معاملو او پانګونې لپاره زمينې برابرې کړي.

په دې اعلاميه کې راغلي چې دواړه خواوې وړانديز کوي چې د سوداګرۍ او پانګونې د سمسوروالي، د څو اړخيز تجارتي سيستم د ټينګوالي، د پولي چارو د اصلاحاتو د هڅونې، د ډيجټالي اقتصاد او انټرنيټي امنيت د پياوړتيا او د انرژۍ او چاپيريال په برخو کې د همکارۍ د نژدېوالي لپاره دې ګامونه پورته شي. دواړو خواوو پريکړه کړې چې د بېلا بېلو فعاليتونو له لارې به د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د پانګونې همکاري، ډيجټال اقتصاد او سوداګري پياوړې کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای