CRI Online

د افغانستان او هند ترمنځ هوايي دهليز پرانيستل شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-22 09:11:30

د چين نړيواله راډيو د افغانستان د اوټلوک ډېلي ورځپانې په قول خبر ورکوي چې د جون په ۱۹مه نيټه د زراعتي توکو لومړۍ الوتکه له کابله د هند نوي ډيلي ته لاړه. دا د افغانستان او هند ترمنځ د هوايي دهليز د پرانيستلو يوه مهمه نښه ده.

د خبر له مخې، په هره مياشت کې به د افغانستان د اريانا هوايي شرکت يوه يا دوې باروړونکې الوتکې د کابل او نوي ډيلي ترمنځ تګ راتګ وکړي. د روانې مياشتې دوهمه باروړونکې الوتکه به په راتلونکې اوونۍ کې د ۴۰ ټنو وچو مېوو په وړلو سره له کندهاره هند ته والوزي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای