CRI Online

د چين عالمان د جنوبي سمندر او شاوخوا ټاپوګانو په اړه د علمي څېړنو تاريخي سندونو پر راغونډولو پيل کوي.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-22 09:23:12
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جون په ۲۱مه نيټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې د جنوبي سمندر په اړه پوښتنو ته په ځواب کې څرګنده کړه چې اوس مهال د چين او جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې په ګډو کوښښونو سره د جنوبي سمندر حالات لږ څه ارام شوي او پکې مثبت پرمختګ راغلی دی.

هغه وويل چې چين د فليپين د اړوندو څرګندونو ستاينه کوي. بېلا بېلې خواوې د جنوبي سمندر د مختلفو خواوو د عملي اعلاميې په پوره او اغېزمن تر سره کولو سره په اړوندو سلامشورو او واقعي همکاريو بوختې دي او زياتې لاسته راوړنې يې ګټلې دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای