CRI Online

له شینجیانګ څخه سمندر ته دویمه مال وړونکی لار پرانیستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-06-22 09:51:08
له شینجیانګ څخه سمندر ته دویمه مال وړونکې لار پرانیستل شوه څو ورځې مخکې د ورومچي نړیوال ځمکني بندر د چینګ داو له مال وړونکي نړیوال شرکت سره ستراتیژیک همکارانه تړون لاسلیک کړی دی چې د لیان یون ګانګ نه پرته له شینجیانګ څخه د چینګ داو له لارې مالونه د اورګاډیو او بیړیو په وسیله جنوب ختیزې اسیا ته انتقال کیدای شی. اړوند مالونه له ورومچي څخه په اوسپنیزه لار په چینګ داو کې سمندري لارې ته بدل شي او بیا وروسته جاپان جنوبي کوریا او جنوب ختیزې اسیا ته انتقال شي. د شینجیانګ د اسیا او اروپا د ځمکني پل نړیوال انتقالي شرکت مرستیال جو یان هونګ وویل چې له شینجیانګ څخه تر جنوب ختیزې اسیا پوری د مال لیږدولو موده له یوې میاشتې څخه ۱۵ ورځو ته کمیږی. ---زلمی
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای