د چين نړيواله راډيو د پاکستان د خبري ورځپاڼې په قول خبر ورکوي چې د پاکستان صنعتي او سوداګريزې ټولنې څرګنده کړه چې هر کال په چين کې د وارداتي زراعتي توکو عمومي ارزښت له ۱۱۱مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی او له دې جملې څخه د لوبيا غوړيو او اړوندو توليداتو وارداتي ارزښت ۲۵ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی. د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په ګټه اخيستلو سره پاکستان ترې زياتې ګټې ګټلای شي.
د يادې ټولنې مشر ښاغلي عاطف اکرام شيخ څرګنده کړه چې د چين او پاکستان ترمنځ د قتصادي دهليز په اوږدو هر ايالت کې بايد د کرنيز اقتصاد يوه ځانګړې سيمه جوړه شي چې پکې چين ته د صادرولو لپاره کرنيز توليدات توليد شي. دغه راز دغې سيمې ته د چين پانګه اچوونکي هم راجلب کېدای شي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |