CRI Online

د چين او امريکا تر منځ د ديپلوماتيک امنيت د لومړي پړاو ډيالوګ د امريکا په واشنګتن کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-06-22 15:14:11

 

د چين د دولتي شورا غړي يانګ جي چي، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس تيليرسون او د دفاع وزير جيم ماتيس د جون په ۲۱مه نېټه په واشنګتن کې په ګډه د چين او امريکا تر منځ د ديپلوماتيک امنيت د لومړي پړاو ډيالوګ مشري وکړه چې د چين د مرکزي پوځي کميټې غړي او د دغې کميټې د ګډو درستيزانو څانګې لوي درستيز فانګ فنګ هوې په کې ګډون درلود.

ښاغلي يانګ جي چي وويل چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر منځ بريالۍ کتنه په نوې موده کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو راتلونکې لور روښانه کړ او پلانونه يې جوړ کړل.د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ګډې لارښوونې لاندې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نوي فعال پرمختګ کړي او دواړه خواوې بايد په راتلونکی کې د چين او امريکا تر منځ د اړيکو د پرمختګ لور ونيسي چې د دغو اړيکو د لا نورې ټينګتيا سبب شي.

دواړو خواوو د ترهګرۍ ضد د نړيوالو حالاتو په هکله د نظريو تبادله وکړه.چين له هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت کوي او هېله لري چې دواړه هېوادونه يو د بل د درناوي کولو او په مساواتو کې د ګټو ګټو تر لاسه کولو د اصولو له مخې د ترهګرۍ ضد مبارزو کې تګ راتګ او همکارۍ پياوړې کړي. دواړو خواوو د منځني ختيځ او افغانستان په ګډون د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه.

د دواړو خواوو په اند د چين او امريکا تر منځ د ديپلوماتيک امنيت د لومړي پړاو ډيالوګ رغنډه لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي او له دې سره يې موافقه وکړه چې د دغه ډګر په کارولو سره يو پر بل باور ټينګ کړي، ګډې نظريې پراخې کړي، همکارۍ پياوړې کړي، توپيرونه کنټرول کړي چې د چين او امريکا تر منځ د اړيکو د ټينګښت په چارو کې فعال رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای