CRI Online

د چين او امريکا تر منځ د ديپلوماتيک امنيت د لومړي پړاو ډيالوګ د امريکا په واشنګتن کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-06-22 16:27:13

د چين د دولتي شورا غړي يانګ جي چي، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس تيليرسون او د دفاع وزير جيم ماتيس د جون په ۲۱مه نېټه په واشنګتن کې په ګډه د چين او امريکا تر منځ د ديپلوماتيک امنيت د لومړي پړاو ډيالوګ مشري وکړه چې د چين د مرکزي پوځي کميټې غړي او د دغې کميټې د ګډو درستيزانو څانګې لوي درستيز فانګ فنګ هوې په کې ګډون درلود.

ښاغلي يانګ جي چي وويل چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر منځ بريالې کتنه په نوې موده کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو راتلونکې لور روښانه کړ او پلانونه يې جوړ کړل. د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ګډې لارښوونې لاندې په وروستيو کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نوي فعال پرمختګ شوی او دواړه خواوې بايد په راتلونکې کې د چين او امريکا تر منځ د اړيکو د پرمختګ لور ونيسي چې د دغو اړيکو د لا نورې ټينګتيا سبب شي.

په ديالوګ کې دواړو خواوو څرګنده کړه چې دوی به د چين او امريکا د مشرانو د ګډو نظريو له مخې په ګډه د همکارۍ ساحې پراخې کړي، يو د بل د درناوي کولو پر بنسټ توپيرونه کنټرول کړي او په اوږده راتلونکې کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ هڅونه به وکړي. د دواړو خواوو په نظر د چين او امريکا تر منځ مشرتابه تګ راتګ ډېر مهم دی او يقين دی چې له ګډو کوښښونو وروسته به د جولای په مياشت کې د شلو هېوادونو د سرمشريزې غونډې په موده کې د دواړو هېوادونو د مشرانو په ملاقات کې فعال پرمختګ وموندل شي. ولسمشر ټرمپ به په روان کال کې د رئيس شي جين پينګ په بلنه چين ته سفر وکړي او برياليتوبونه به تر لاسه کړي. دواړه خواوې هېله لري چې په دې کال کې د هراړخيز اقتصاد، قانوني ادارې، انټرنيټي امنيت، ټولنې او کولتور په ساحو کې د ديالوګ د نورو دريو جګ پوړو ميکانيزمونو لومړي پړاو تر سره شي.

چين دې ته اشاره وکړه چې دواړه خواوې بايد يو د بل ستراتيژيکې نظريې ته په سمه رويه وګوري. د چين ستراتيژيکې نظريه څرګنده ده چې د خپل ملي حاکميت، امنيت او د پرمختګ ګټې ساتي او د چيني خوب د ريښتنې کولو کوښښ کوي. چين تل د سوله ايز پرمختګ پر لارې ټينګار کوي او د همکارۍ له لارې د ګډو ګټو تر لاسه کولو تر عنوان لاندې د نوي شکل د نړيوالو اړيکو او د انسانانو د برخليک د ګډ اتحاد جوړولو هڅونه کوي. دواړه خواوې بايد د سياسي نظم او د پرمختګ لارې، د ملي حاکميت او د ځمکنۍ بشپړتيا او د پرمختګ ګټې په چارو کې يو د بل درناوي وکړي تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو ثابت پرمختګ تامين کړي.

امريکا پوهيږي چې چين د دوامدار او چټک پرمختګ په حال کې دی او د چين د پرمختګ د مخنيوي او کمزورتيا نيت نه لري. امريکا غواړي چې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي، په اوږد راتلونکې کې خپلمنځي رغنډه اړيکې ټينګې کړي. دواړه خواوې بايد د خبرو اترو او همکارۍ د پياوړتيا له لارې د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې د سولې،ثبات او سمسورتيا هڅونه وکړي.

دواړو خواوو د ترهګرۍ ضد د نړيوالو حالاتو په هکله د نظريو تبادله وکړه. چين د هر ډول له ترهګرۍ سره مخالفت کوي او هېله لري چې دواړه هېوادونه يو د بل د درناوي او په مساواتو کې د ګډو ګټو تر لاسه کولو د اصولو له مخې د ترهګرۍ ضد مبارزو کې تګ راتګ او همکارۍ پياوړې کړي. دواړو خواوو د منځني ختيځ او افغانستان په ګډون د ګډو علاقې وړ نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه.

د دواړو خواوو په اند د چين او امريکا تر منځ د ديپلوماتيک امنيت د لومړي پړاو ډيالوګ رغنډه لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي او له دې سره يې موافقه وکړه چې د دغه ډګر په کارولو سره يو پر بل باور ټينګ کړي، ګډې نظريې پراخې کړي، همکارۍ پياوړې کړي، توپيرونه کنټرول کړي چې د چين او امريکا تر منځ د اړيکو د ټينګښت په چارو کې فعال رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای