د سږ کال د جون په ۱۳مه نېټه، چين او باناما په رسمي توګه اعلان وکړ چې خپلمنځې رسمي ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې شوې. د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياند سون جي ون د جون په ۲۲مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د چين او باناما ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو ټينګوالی د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ ته نوي فرصتونه رسوي.
په ۲۰۱۶ کال کې د چين او بامانا ترمنځ د سوداګريزو معاملو ارزښت ۶ مليارډه ۳۸۰ مليونو امريکايي ډالرو ته ورسيد. تر اوسه نژدې ۳۰ چيني تصديو د سمندري ټرانسپورت، مخباراتو، پولي چارو او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په برخو کې د باناما له اړوندو خواوو سره همکارۍ کړې او باناما ته يې ډېر کارونه او ماليات ورکړي دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |