د سينهوا اژانس د خبر له مخې، افغان چارواکي د جون په ۲۲مه نېټه خبري رسنيو ته د دې خبر پخلی وکړ چې په همدې ورځ د هلمند ولايت په مرکز لښکر ګاه کې يو ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپيان دي.
د هلمند د والي وياند وويل، چې دغه بريد په شاو خوا دوولسو بجو وشو او موخه يې يو ځايي بانک و، ټپيان نژدې روغتون ته ليږدل شوي دي. د مرګ ژوبلې شمېر ښايي نور هم زيات شي.
تر اوسه پورې هيڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |