د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د جون په ۲۲ مه نېټه په پلازمينه کابل کې اعلان وکړ چې، راتلونکې پارلماني ټاکنې به د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۷ مه نېټه تر سره شي او اوس مهال اړوندې مقدماتي چارې روانې دي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر نجيب الله احمدزی په همدې ورځ رسنيو ته ويلي چې د خلکو هيلې د درناوي لپاره د پارلماني ټاکنو نېټې اعلان کړی او د ټاکنو بهير به د شفافيت او عدالت په بنسټ تر سره شي.
نجيب الله احمدزی هم د حکومت پر اړوندو څانګو غږ وکړ چې د ټاکنو لپاره پانګې او د امنيت ضمانت برابر کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي په همدې ورځ د افغانستان د راتلونکو پارلماني ټاکنو نېټې د اعلان هرکلی کړی دی.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |