CRI Online

په نړۍ کې د نشه يي توکو مسئلې په هکله راپور خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2017-06-23 15:27:13

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د نشه توکو او جرمونو مسئلو په هکله د م م دفتر د جون په ٢٢مه نېټه د ٢٠١٧ کال لپاره په نړۍ کې د نشه يي توکومسئلې په هکله راپور خپور کړ او په عمده توګه يې په ٢٠١٥ کال کې په نړۍ کې د ناقانونه درملو بازار د نوي پرمختګ په باب معلومات وړاندې کړل.د دې راپور له مخې اوس نشه توکي په ډېرو ځايونو کې توليديږي او ډولونه يې زيات شوي دي .د نشه يي توکي د استعمالولو زيانونه د حيرانتيا وړ دي.

د دې راپور له مخې په ٢٠١٥ کال کې په نړۍ کې شاوخوا دوه سوه پنځوس مليونو تنو لږ تر لږه د يو ځل لپاره نشه يي توکي استعمال کړی چې دغه شمېر د لويانو د عمومي شمېر په سلو کې پنځه برخه نيسي.په دغه جمله کې شاوخوا ٢٩ مليونه پنځه لکه تنه د نشه يي توکو د استعمال له امله په ډول ډول ناروغيو اخته شوي وو چې په تېرو لسو کلونو کې د اخته شويو ناروغانو انډول او د مړه شويو کسانو شمېر زيات شوی دی.خو له هر شپږو تنو دغو ناروغانو څخه يوازې يو تن تر درملرنې لاندې راوستل شوی و. داسې ښکاري چې د نشه يي توکي استعمالوونکو لپاره برابر شوي طبي خدمتونه او لارې چارې يې ډېرې کمې دي.

په دې راپور کې راغلی چې د نشه يي توکو کارول د پېچکارۍ په واسطه ډېر خطرونه لري .په نړۍ کې شاوخوا دوولس مليونه د ستنې له لارې نشه يي توکي استعمالوي چې يوه په اتمه برخه يې د ايدز په ناروغۍ اخته شوي او څه د پاسه نيمه برخه يې د جګر په ناروغۍ اخته دي.سربېره پردې نشه يي توکي استعمالونکي په اسانه توګه په نرې رنځ اخته کيږي . د اوسني شمېرنې له مخې په دغې ناروغۍ د اخته شويو نشه يانو شمېر په سلو کې اته نيسي خو د عادي کسانو په منځ کې دغه انډول يوازې په سلو کې صفر اعشاريه دوه دی.

د پاملرنې وړ خبره دا ده چې په معمولي حالت کې په ناروغۍ د اخته نارينه وو نشه يانو شمېر د ښځو په پرتله دوه ځله دي،خو که ښځي نشه يي توکي استعمال کړي،په ناروغيو د ښځو د اخته کېدو سرعت به د نارينه وو په پرتله چټک وي.

په دې راپور کې دا هم ويل شوي چې هيرئن لاهم تر ټولو خطرناک نشه يي توکي دي چې روغتيا ته رسولي زيانونه يې د بېلا بېلو نشه يې توکو د استعمال د زيانونو په سلو کې اويا برخه نيسي او حتې ښايي د دې ډول نشه يي توکي د ستنې له امله پر ناروغۍ اخته شي. په دغه راپور کې راغلي چې په دې وروستيو کلونو کې په بازار ونو کې د نشه توکو ډولونه زيات شوي چې د پخوانيو نشه توکو د شتون ترڅنګ هر کال نوي ډول نشه توکي په پرله پسې ډول هم رامنځته شوی دی .سربېره پردې د اپينو توليدي اندازه د زياتېدو په حال کې ده.په ٢٠١٦ کال کې په نړۍ کې د اپين توليدي اندازه د وړم کال په پرتله يوپه درېيمه برخه زياته شوې وه چې لامل يې په عمده توګه په افغانستان کې د کوکنارو د توليدي اندازې له زياتېدو سره اړيکې لري.

سربېره پردې د نشه يي توکو قاچاق او په دې برخه کې جنايي لار هم بدله شوې ده . اوس مهال لږ شمېر جنايي ډلې يوازې د نشه يي توکو په قاچاق بوخت دي او زياتره يې د نشه توکو د قاچاق ترڅنګ نورې ناقانونه چارې هم تر سره کوي د بېلګي په توګه د جعلي مالونو توليدول،د انسانو قاچاق او د وګړو اختطاف او د وسلو پلورل.

د مخابراتي تخنيک په پرمختګ سره سره د نشه يي توکو قاچاقبرانو لپاره نوی فرصت برابر شوی دی .دوی له مشتريانو سره مستقيمو اړيکو ټينګولو ته اړتيا نه لري او يوازې د پټې شبکې له لارې مشتريانو ته هغه معلومات وړاندې کوي چې په کوم ځای کې نشه توکي واخلي او بيا به په انټرنټ کې د بيټ کوين په نوم پسې ور کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای