CRI Online

قطر د اړيکو د پرې کوونکو هېوادونو غوښتنه د قطر حاکميت محدوديت ګڼي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-24 17:28:24

د قطر خبري اژانس د جون په ۲۴ مه نېټه خبر ورکړ چې د قطر حکومت د مطبوعاتي دفتر رئيس شېخ سيف بن احمد ال ثاني د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د اړيکو د پرې کوونکو هېوادونو غوښتنه د قطر حاکميت محدودول دی، اوس د قطر حکومت د دغې غوښتنې په څېړلو بوخت دی.

نوموړي په اعلاميه کې ويلي پر قطر د اړيکو د پرې کوونکو هېوادونو بنديز د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره نه ، بلکې د قطر د حاکميت د محدودولو په موخه دی او دا د قطر په بهرنيو تګلارو کې لاسوهنه ده.

د مصر ملي تلويزيون په ۲۳ مه نېټه خبر ورکړ چې سعودي عربستان، د عربي متحده اماراتو، بحرين او مصر قطر ته د اړيکو پرې کولو بحران د حل و فصل د شرط په توګه ۱۳ فقره ييزه غوښتنه وړاندې کړې او له قطر څخه يې غوښتي چې بايد په ۱۰ ورځو کې دغه غوښتنه پوره کړي.

رپوټونه وايي، د سعودي عربستان په شمول هېوادونو له قطر نه غوښتنه کړې چې له ايران څخه ډيپلوماتان وباسي او ورسره پوځي همکارۍ ودروي، الجزيره تلويزيون بند کړي، د خپل هېواد په دننه کې د ترکيې د پوځي اډو جوړونه ودروي او له داعش او القاعدې سره اړيکې پرې کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای