CRI Online

اشرف غني له وانګ يي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-06-25 16:22:23

 

 

 

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون په ۲۴ مه نېټه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د چين له خارجه وزير وانګ يي سره وکتل.

اشرف غني وويل، چې افغانان چين خپل ښه ګاونډی او هم د سولې، امنيت او سمسورتيا د ساتلو په برخه کې ښه ملګری ګڼي. افغانستان د يو کمربند او يوې لارې او د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د يوځای کيدو نقطه ده، هيله ده چې د اقتصاد او سوداګرۍ، پانګونې، برېښنا او ترانسپورټ په شمول بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې شي. افغانستان به په مداومه توګه د ختيځ ترکستان غورځنګ پرضدمبارزه وکړي او د دواړو هېوادونو د ګډ امنيت ساتنه به وکړي.افغان حکومت د سولې خبرو له لارې د ملي روغې جوړې په هڅه کې دی او په پخوانۍ ډېره ستونزمنه موده کې يې هم دغه هڅه نه وه درولې.په سوله کې له ګاونډيو هېوادونو سره ګډ ژوند د افغانستان د ډيپلوماسۍ مهمه موخه ده. افغانستان غواړي له پاکستان سره خپلمنځي اړيکې ښې کړي او دواړه خواوې دې ترهرڅه لومړی متقابل اعتماد ټينګ کړي.

وانګ يي وويل، چين د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاس نه وهي، خپلې غوښتنې او ارادې پر نورو نه تحميلوي او د جياپوليټيکو ګټو سيالي هم نه غواړي. خو هرکله چې خپل ملګري اړتيا ولري، چين به لاس ورته ورکړي. چين په ټينګه سره د افغانستان د ملي روغې جوړې او اقتصادي بيارغونې له بهير څخه ملاتړ کوي او په دې به خوښ وي چې افغانستان د سيمه ييز اقتصاد د پيوستون او سيمه ييز تګ راتګ د پياوړتيا په برخه کې زيات رول ولوبوي. چين غواړي چې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د دواړو خواوو ترمنځ صادقانه همکارۍ لاپراخې کړي.

وانګ يي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو په هکله وويل، چين د زړه له کومې نه هيله لري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې ښې شي، متقابل اعتماد رامنځته شي، همکارۍ پياوړې شي او ګډ امنيت او ګډه وده ترسره شي. چين د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډ ملګري په توګه هيله لري چې دواړه هېوادونه د بحران د مخنيوي او کنترول ميکانيزم جوړ کړي او په ښه توګه بېلابېلې ناڅاپي پېښې حل کړي. چين د چين ، افغانستان او پاکستان د خارجه وزيرانو ترمنځ د ملاقاتونو ميکانيزم له جوړولو څخه ملاتړ کوي ترڅو په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي خبرې او همکارۍ لازياتې شي.

همدارنګه وانګ يي زياته کړه چې چين د افغانستان د ملي روغې جوړې د هغه بهير ملاتړ کړي چې واګې يې د افغانانو په لاسونو کې وي او همدوی به يې مشري کوي، چين د افغان حکومت لخوا د کابل بهير د پيلېدو هرکلی کوي، د چين، افغانستان، پاکستان او امريکا د څلور اړخيزې ډلې د اعادې او د شانګهای همکارۍ سازمان تر چوکاټ لاندې د افغانستان د اړيکو ډلې د فعالېدو څخه ملاتړ کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای