CRI Online

عبدالله عبدالله له وانګ يي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-06-25 16:37:28

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون په ۲۴ مه نېټه د افغانستان اجرايه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د چين له خارجه وزير وانګ يي سره وکتل.

عبدالله عبدالله وويل، چې په وروستيو کلونو کې د افغانستان او چين ترمنځ اړيکې له لاسته راوړنو ډکې دي، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوې د يو کمربند او يوې لارې طرحه په ټوله نړۍ کې ډېره اغېزمنه ده او د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ يې له نويو فرصتونو سره مخ کړې ده. افغانستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ښه والي په برخه کې د چين له کوښښونو څخه مننه کوي، افغانستان هم د دغو اړيکو د ښه والي په هڅه کې دی. افغانستان غواړي له چين سره د امنيت ساتنې او د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه سره د سيمې د سولې او ثبات ساتنه وکړي.

وانګ يي وويل، چين غواړي له افغانستان سره د بېلابېلو کچو ترمنځ راشې درشې وساتي او په ګډه سره يو کمربند او يوه لار جوړه کړي. چين د ختيځ ترګستان غورځنګ پرضد مبارزې په برخه کې د افغانستان له ټينګ ملاتړ څخه مننه کوي. چين د افغانستان د ملي روغې جوړې بهير ملاتړ کوي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ښه والي لپاره به رغنده رول ولوبوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای