د پاکستان خبري رسنيو د جون په ۲۵ مه نېټه خبر ورکړ چې د همدې ورځې په سهار د پاکستان د پنجاب ايالت د بهاولپور سيمه کې د تيلو يوه ټانکر چاودنې له امله ۱۴۰ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زيات نور ټپيان شوي دي. ښايي د قربانيانو شمېر له دې نور هم لوړ شي.
د عيني شاهدانو په قول له تيلو ډک دغه ټانکر چې د ټير چاودنې له امله اوښتی و سيمې ته ډېر خلک ورغلي و چې تيل ټول کړي خو اور يې واخيست او دغه پېښه رامنځته شوه. د ځايي پوليسو په وينا په دغه پېښه کې ۷۵ موټرسايکلونه او ۶ موټرونه هم ويجاړ شوي دي.
پېښې لامل په اړه پلټنه لا روانه ده.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |