د جون په ۲۴ مه نېټه د چين خارجه وزير وانګ يي په کابل کې د افغانستان له خارجه وزير صلاح الدين رباني سره وکتل.
وانګ يي په دې ليدنه کې وويل، چين او افغانستان لرغوني او دوست ګاونډي هېوادونه دي. چين غواړي له افغانستان سره د خپلو مهمو ګټو په مسئلو کې له يو بل څخه ملاتړ وکړي او د ترهګرۍ ضد مبارزې او امنيت ساتنې په برخو کې خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي. چين په يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د افغانستان د ګډون هرکلی کوي ترڅو خپلمنځي همکارۍ پراخې شي.
رباني وويل، افغانستان به له چين سره په ګډه په استانا کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د ملاقات لاسته راوړنې پلې کړي. افغانستان په بېلابېلو برخو کې د چين له مرستو نه مننه کوي او په فعاله توګه به د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې ګډون وکړي ، د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې به همکارۍ پياوړې کړي او په ټينګه به د ختيځ ترکستان غورځنګ پرضد مبارزه وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |