CRI Online

وانګ يي له محمد حنيف اتمر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-06-25 18:11:49

 د جون په ۲۴ مه نېټه د چين خارجه وزير وانګ يي په کابل کې د افغانستان د ولسمشر له ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سره وکتل.

وانګ يي وويل، چې چين او افغانستان نږدې ملګري او دوست ګاونډي هېوادونه دي. چين له خپلو ملي حالاتو سره سم د پرمختيايي لارې د لټولو په برخه کې د افغانستان له هڅو څخه ملاتړ کوي او هيله لري چې په افغانستان کې ژرترژره ملي روغه جوړه او سوله رامنځته شي.

همدارنګه وانګ يي زياته کړه چې چين د افغانستان او پاکستان د ښه ملګري په توګه هيله لري چې دواړه خواوې خپلمنځي اړيکې ښې کړي، متقابل اعتماد ټينګ کړي، په سوله ييزه توګه ګډ ژوند وکړي او متقابلې ګټورې همکارۍ پراخې کړي، دا نه يوازې د دواړو هېوادونو د خپلې ودې او په سيمه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره ، بلکې د جنوبي اسيا د سولې او ثبات لپاره هم اهميت لري. افغانستان د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د چين له مهمو همکارانو څخه دی ، هيله ده چې افغانستان په مداومه توګه د ختيځ ترکستان غورځنګ د پرضد مبارزې په برخه کې له چين سره ټينګه ملګرتيا وکړي.

محمد حنيف اتمر وويل، افغانستان د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ په هغه ملاقات چې لږده موده مخکې په استانا کې شوی،ډېر راضي دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو له لاسته راوړنو ډېر خوشحاله دی.افغانستان چين خپل ډېر ښه ملګری او همکار ګڼي او غواړي چې خپلمنځي همکارۍ لاپراخې کړي. چين ، افغانستان او پاکستان درېواړه خواوې په سيمه کې له ګډو ننګونو او ګواښونو سره مخامخ دي، افغانستان غواړي د درېواړو خواوو ترمنځ د خبرو ميکانيزم جوړ کړي او په دې هکله د چين وړانديز ستايي. افغانستان د ملي روغې جوړې بهير د پرمخ بيولو په هڅه کې دی، غواړي له طالبانو سره د سولې خبرې بيا پيل کړي او په دې برخه کې د څلور اړخيزې ډلې او د شانګهای همکارۍ سازمان تر چوکاټ لاندې د افغانستان د اړيکو ډلې په شمول د نړيوالو ميکانيزمونو د لاسنيوي او مرستو هرکلی کوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای