د جون په ۲۵ مه نېټه د چين ساخت جوړ شوی اورګاډی په رسمي توګه " فو شينګ ( د بيا سمسورتيا معنا لري) نمبر" ونومول شو او سبا (۲۶ مه نېټه ) به يې د بېجينګ او شانګهای ترمنځ تګ راتګ پيل شي. دغه اورګاډی چې د چين د رېلوې عمومي شرکت په مشرۍ څېړل او جوړ شوی، د پوهنې ملکيت بشپړ حق لري او تخنيکونه يې د نړۍ په پرمختللې سويه دي.
د اورګاډي نوم ايښودل د چين يو دود دی. " فو شينګ نمبر" اورګاډی دوه ډولونه لري او يو يې "CR400AF" او بل يې"CR400BF" دی چې پکې "400" د سرعت کچې استازيتوب کوي، يعنې د دغه ډول اورګاډي ازمويښتي سرعت په يو ساعت کې ۴۰۰ کيلومترو ته او د دوامداره مزل سرعت يې په هر ساعت کې ۳۵۰ کيلومترو کې وي.
د دغه اورګاډي د پام وړ ځانګړتيا دا ده چې تخنيکي معيار يې د چين له ملي معيار ، مسلکي معيار او د چين د رېلوې عمومي شرکت د تصديو له معيار سره برابر دی. د يادولو وړ دا ده چې د دغه اورګاډي عمومي ډيزاين او ټول کليدي تخنيکونه د چين لخوا پخپله اختراع او څېړل شوي او د پوهنې ملکيت بشپړ حق لري. (زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |