CRI Online

د پاکستان ولسمشر له وانګ يي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-06-26 08:37:42

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د جون په ۲۵مه نېټه د پاکستان ولسمشر ممنون حسين په اسلام أباد کې د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره وکتل.

ممنون حسين په خبرو اترو کې د پاکستان او چين ترمنځ اړيکې د نورو هېوادونو لپاره يوه بېلګه وبلله.هغه له چين څخه مننه څرګنده کړه چې له څو کلونو راهيسې يې پاکستان ته ډېرې مرستې برابرې کړي دي. پاکستان به د چين د کليدي ګټو د مسئلې په اړه د چين له دريځ ټينګ ملاتړ وکړي.

وانګ يي وويل چې چين او پاکستان تل متقابل درناوی ،تفاهم او ملاتړ کړی او هراړخيز ستراتيژيک همکاران دي.چين د شانګهای همکارۍ سازمان د رسمي غړي په توګه د پاکستان د منلو په نسبت دغه هېواد ته مبارکي وايي او غواړي د شانګهای د همکارۍ سازمان په چوکاټ کې له پاکستان سره همکاري پياوړې کړي.هغه زياته کړه چې له پاکستان او افغانستان څخه د ده د ليدنې يوه موخه د دوه اړخيزو اړيکو ښه والی دی تر څو ګډ دريځ رامنځته شي.درېيو هېوادونو تر سلامشورو وروسته اعلاميه خپره کړه.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای