CRI Online

په سه چوان ولايت کې تر ځمکښويېدنې وروسته ۱۰ مړي پيدا شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-26 08:53:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د سه چوان ولايت په ماو ولسوالۍ کې د جون په ۲۴مه نېټه د ځمکښويدنې پېښه رامنځته شوه چې تر دې دمه ۴۸ ساعتونه ترې تېر شوي دي او تر اوسه پورې ۱۰ مړي پيدا شوي او ۹۳ تنه نور لاهم ورک دي.د ژغورنې کارونه روان دي.

د جون په ۲۴مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي وانګ يونګ د دولتي شورا د يوې کاري ډلې په مشرۍ د ماو ولسوالۍ ته ورسېد او د پيښې په ځای کې يې د ژغورنې کارونه وڅارل او اړوندو ادارو ته يې لارښوونې وکړې.

د ماو ولسوالۍ د ژغورنې ادارې د روانې مياشتې د ۲۵مې نېټې تر غرمې وروسته خبر ورکړ چې ۳۰۰ مصيبت ځپلي وګړي شاوخوا ولسواليو ته انتقال شوي دي او خلکو ته يې خوراکي توکي،څښاک اوبه او پمبيي بړستنې برابرې کړي دي.

(ليلا)

د ژغورلو کارونه روان دي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای