د سين هوا اژانس د خبر له مخې،نړيوال حسابي بانک چې مقر يې په سويس کې پروت دی، د جون په ۲۵مه نېټه وويل چې اوس د نړيوال اقتصاد د اعادې بهير چټک دی،خو د سوداګرۍ ساتنې او د پورونو د لوړې سويې خطرونه لاهم موجود دي.
د استوشيتېډ پرېس اژانس د نړيوال حسابي بانک د يو راپور په قول ويلي چې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ حالت ښه دی.د اټکل له مخې،روان کال به د نړيوال اقتصاد د زياتوالي انډول ۳ اعشاريه ۵ سلنې ته ورسېږي.
نړيوال حسابي بانک له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د اوسني فرصت په وسيله د تصديو د ملاتړ تدبيرونه جوړ کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |