د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د جون په ۲۶مه نېټه د چانګ جنګ پنځم نمبر دويم لېږدوونکی راکټ د چين د های نان ولايت د ون چانګ فضانوردۍ له توغونکي مرکز څخه د توغولو ځای ته ليږدول شوی او له پلان سره سم به د راتلونکی جولای له ۲مې نېټې څخه تر ۵مې نېټې پورې په مناسب وخت کې وتوغول شي.
د دفاع د علمي صنعتي چارو ادارې او د هوانوردۍ ادارې د خبر له مخې،ياد راکټ د تېر می په ۵مه نېټه د ون چانګ توغونکي مرکز ته لېږدول شوی او په وار سره بېلا بېل ازموينې کارونه يې تر سره شوي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |