CRI Online

د هند تر کنترول لاندې د کشمير په يوه سيلانيزه سيمه کې د کيبلي زانګو د لوېدو له امله ۷ تنه مړه شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-26 14:56:09

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د هند پوليسو د جون په ۲۵مه نېټه وويل چې په همدې ورځ د هند تر کنترول لاندې د کشمير په يوه سيلانيزه سيمه کې د کيبلي زانګو د لوېدو له امله ۷ تنه مړه شوي دي.

د پوليسو په قول ياده پېښه د ګلمارګ په ښارګوټي کې شوې ده چې له امله يې د کيبل ۱۵ زانګوګانې په هوا کې بندې پاتې شوي دي.

اوس د ژغورنې کارونه روان دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای