CRI Online

وانګ يي د چين او پاکستان ترمنځ د اړيکو په باب خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-06-26 15:47:48

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون په ۲۵مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د چين او پاکستان ترمنځ د روابطو په اړه د چين دريځ څرګند کړ، کله چې د بهرنيو چارو په اړه د پاکستان د صدراعظم له مشاور سرتاج عزيز سره يو ځای مطبوعاتي ناسته کې ګډون وکړ.

وانګ يي وويل چې له پاکستان څخه زما ليدنه ډېره بريالۍ وه. دواړو خواوو پر مسايلو خبرې اترې وکړې تر څو ستراتيژيکې موافقې ژورې شي او د چين او پاکستان ترمنځ په هر حالت کې د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې پرمختګ ومومي. په دې اړه درې ټکي به تائيد شي:

لومړی، چين او پاکستان به د مرکزي ګټو او د پام وړ مسئلو په باب سره يو ځای ولاړ وي، يو له بل څخه به کلک ملاتړ وکړي، د يو بل ګټې او سيمه ايزه سوله او ثبت به ساتي.

دويم، د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز ابادي ښه روانه ده چې لومړنۍ مهمې پايلې تر لاسه شوې دي، د پاکستان خلکو ته ترې ګټه رسېدلې، چين به له پاکستان سره همکاري وکړي تر څو په دوامداره توګه د ياد اقتصادي دهليز ابادي پرمخ بوزي. درېيم، پاکستان تل د ترهګرۍ پر ضد په مخکيني قطار کې دی، په دې وروستيو کلونو کې يې د ترهګرۍ پر ضد د مقابلې لپاره لوی خدمتونه تر سره کړي، زياتې قربانۍ يې تحمل کړي او نړيواله ټولنه بايد دا ومني. دغه نظر سم او عادلانه نه دی چې وايي پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مسئلو کې هيڅ نه دي کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای