د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې کمېټې ۲۱مه غونډه د جون د ۲۶مې نېټې په سهار په بېجينګ کې پرانيستل شوه.ګډون کوونکو د جوړښتي اصلاحاتو د ژورتيا او د اقتصاد د ثابت او سالم پرمختګ په اړه بحث وکړ.د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې رئيس يو جنګ شنګ د غونډې مشري وکړه. د چين د صدراعظم مرستيال جانګ ګاو لي په غونډه کې ګډون درلود او يو راپور يې خپور کړ.
يو جنګ شنګ وويل چې اقتصادي ابادی د کمونېست ګوند او د هېواد لپاره مرکزي کار دی.د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ مرکزي کميټې د جوړښتي اصلاحاتو په اړه ستراتيژيک نظر وړاندې کړ.جانګ ګاو لي وويل چې جوړښتي اصلاحات د مرکزي کميټې ستره تګلاره ده چې د بېلا بېلو سيمو او څانګو د ګډو کوښښونو له امله په اصلاحاتو کې برياليتوبونه رامنځته شوي دي.
له اجنډا سره سم د دايمي کميټې غړو د غونډې د اصلي موضوع په اړه د ۶ مسئلو په هکله بحث وکړ.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |