CRI Online

شي جين پينګ: د اصلاحاتو عمومي رول دې ولوبوو او د اصلاحاتو د پوره ژورتيا لپاره دې کوښښونه وکړو.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-26 15:34:08

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ، د مرکزي پوځي کمېټې رئيس او د اصلاحاتو د پوره ژورتيا په اړه د مرکزي او لارښوونکې ډلې مشر ښاغلي شي جين پينګ د جون د ۲۶مې نيټې په سهار د يادې ډلې د ۳۶مې غونډې مشري وکړه او يوه مهمه وينا يې وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې سيستماتيک کېدل، عمومي کېدل او همغږي کېدل د اصلاحاتو د پوره ژورتيا بنسټيزې غوښتنې او د اصلاحاتو د پرمخبيولو مهمې لارې چارې دي. د اصلاحاتو په ژورتيا سره بايد د بېلا بېلو اصلاحاتو ترمنځ همغږي پياوړې شي، نه يوازې د اصلاحاتو لايحې، بلکې لاسته راوړنې او اغېزې يې دې سره همغږي وشي تر څو د اصلاحاتو د پوره ژورتيا په اړه عمومې موخې ته ورسېږو.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای