د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د جيالوجي څېړنيزې ادارې د ګوانګ جو د سمندري جيالوجۍ څېړنيزې څانګې خبر ورکړ چې د سمندر ۶م نمبر علمي څېړنيزه بيړۍ د جون په ۲۶مه نېټه د ګوانګ جو ښار د دونګ جيانګ کو له بندر څخه د ارام سمندر پر لوري وخوځېده او د ۲۰۱۷ کال لپاره به د ژور سمندر جيالوجيکي او علمي څېړنيز کارونه تر سره کړي.
د يادې څانګې مشر يه جيان ليانګ وويل چې دا ځل څېړنيزې دندې سختې دي او په ۲۴۰ ورځو کې به بشپړې شي چې په ترڅ کې به يې د ګانا او مکسيکو ځوانو ساينس پوهانو ته نړيوالې روزنې هم برابرې کړي شي تر څو په ګډه د نړيوالو سمندري چارو لپاره خدمتونه وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |