CRI Online

له افغانستان او پاکستان څخه د رسمي ليدنې په اړه د وانګ يي نظريې

cri     (GMT+08:00) 2017-06-26 16:03:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون په ۲۵مه نيټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي له پاکستان څخه د رسمي ليدنې تر پای ته رسېدو وروسته، د پاکستان د لومړي وزير له مشاور سرتاج عزيز سره په يوه خبري ناسته کې له افغانستان او پاکستان څخه د دې رسمي ليدنې په اړه خپلې نظريې څرګندې کړې.

وزير وانګ يي وويل، د جون په ۲۴مه او ۲۵مه نيټه مې د افغانستان او پاکستان د مشرانو په بلنه له دغو دواړو هېوادونو څخه رسمي ليدنې وکړې. د دوه اړخيزو اړيکو له پرمخبيولو نه پرته، زما د دې سفر يوه مهمه دنده د افغانستان او پاکستان په غوښتنه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو ښه والی او د افغانستان د روغې جوړې لپاره د همغږۍ جوړول دي. 

وانګ يي پر دې ټينګار کړی چې چين هېڅکله د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې ، خپله اراده يې پر نورو نه ده تپلې او په هېڅ سيمه ييزه سياسي سيالۍ کې يې ګډون نه دی کړی. خو که ملګري مو اړتيا ولري، موږ به ورته د مرستې لاس اوږد کړو. اوس پاکستان او افغانستان هيله لري چې چين خپل رول ولوبوي، دا پر چين د دوی باور څرګندېږي. د سفر په ترڅ کې مې د دواړو هېوادونو له مشرانو سره صادقانه او ژورې خبرې اترې وکړې او د اړوندو خواوو نظر مې واورېد او پراخه موافقه مو تر لاسه کړې ده. برسيره پر دې، د چين، پاکستان او افغانستان ترمنځ درې اړخيزه اعلاميه مو خپره کړې ده.

دغه درې اړخيزه اعلاميه پنځه کليدي موافقې لري . محتويات يې دا دي:

لومړی، چين، پاکستان او افغانستان غواړي په ګډه سيمه ييزه سوله او ثبات وساتي، خپلمنځي تبادلې او اقتصادي همکاري پياوړې کړي او ګډ خونديتوب او پرمختګ وهڅوي.

دوهم، افغانستان او پاکستان غواړي د خپلمنځي اړيکو د ښه والي لپاره کوښښونه وکړي او موافقه يې وکړه چې د بحران د کنټرول په خاطر به دوه اړخيز ميکانيزم جوړ کړي تر څو د ناڅاپي پېښو په اړه پر وخت اغېزمنې تبادلې وکړي. چين له دې ميکانيزم څخه ملاتړ کوي.

درېيم، دريو خواوو موافقه وکړه چې د بهرنيو چارو د وزيرانو د ملاقات ميکانيزم جوړ کړي چې د ګډې علاقې وړ ساحو کې خپلمنځي همکاري لا ژوره کړي.

څلورم، دريو خواوو موافقه وکړه چې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د څلورو خواوو د همغږۍ ګروپ دې بيا په کار ولوېږي چې د افغانستان په کور او بهر کې د سولې،ثبات او روغې جوړې د عملي کېدو لپاره زيار وباسي. دوی له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره په سوله ييز بهير کې ګډون وکړي.

پنځم، درې واړه خواوې د شانګهای د همکارۍ سازمان او افغانستان ترمنځ د تماس نيونکي ګروپ له اعادې څخه ملاتړ کوي څو د افغانستان د ملي روغې جوړې بهير لپاره رغنده رول ولوبوي.

شپږم، د دريو خواوو په اند، سياسي لاره د افغانستان مسئلې د حل يوازينۍ لاره ده او د زورزياتي کړه وړه دغه موخه نه شي ترسره کولای. چين او پاکستان د افغانستان د روغې جوړې له هغه بهير څخه ملاتړ کوي چې د افغانانو لخوا يې لارښوونه کېږي. چين او پاکستان غواړي د افغانستان د روغې جوړې بهير د پرمخبيولو لپاره رغنده رول ولوبوي.

ښاغلي وانګ يي وويل، زما په دغه سفر کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د خوښۍ وړ دا ده چې افغانستان او پاکستان يو بل ته د مهربانۍ څرګندونې وکړې، په تېره بيا موافقه يې کړې چې د بحران د کنټرول په اړه به دوه اړخيز ميکانيزم جوړ کړي چې دا د خپلمنځي اړيکو د ښه والي په لور يو مهم ګام ګڼل کېږي. دواړه خواوې بايد ورپسې د دغه ميکانيزم د ښه تطبيق لپاره مشخصه سلامشوره وکړي، عملي لارې چارې غوره کړي او دغه ميکانيزم په ريښتينې توګه خپل رول ولوبوي. چين په دې خوښ دی چې پاکستان او افغانستان نړيوالې ټولنې ته فعاله نښه څرګنده کړې ده، چين غواړي د دغو دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د ښه والي په بهير کې تر وسې پورې خدمتونه ترسره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای