CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د پاکستان د ځمکنيو قواوو له لوی درستيز قمر جاويد باجوه سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-26 16:41:38

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په ۲۵ مه نېټه د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د پاکستان د ځمکنيو قواوو له لوی درستيز قمر جاويد باجوه سره کتنه وکړه.

وانګ يي وويل چې، د پاکستان پوځ په هېواد کې مهم رول لري او د چين او پاکستان تر منځ د دوستانه اړيکو يو ټينګ ملاتړی دی. چين هيله لري چې د پاکستان پوځ د خپل ملي ګټو د خوندي کولو ، د سيمې ثبات د ساتنې او د چين او پاکستان تر منځ د ستراتيژيکي همکارۍ لپاره لا کوښښ وکړي.

قمر جاويد باجوه وويل چې د چين او پاکستان تر منځ د هراړخيزې ستراتيژيکي همکارۍ ملګرتيا شته. د پاکستان پوځ د نړيوالې ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي اوهيڅ ترهګريزو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې په پاکستان کې تروريستي کړنې تر سره کړي. د پاکستان پوځ له چين څخه مننه کوي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو ښه کولو کوښښ کوي او د دريو خواوو د مطبوعاتي اعلاميې ملاتړ کوي. هغه زياته کړه چې دغه اعلامېيه د بېلا بېلو خواوو له ګټو سره سمون لري او د سيمې د ثبات د ساتلو لپاره ګټوره ده. پاکستان د افغانستان د ملي روغې جوړې بهير ملاتړ کوي او اړوندې خواوې بايدپه دې هکله موافقه وکړي او د موافقې د پلې کولو لپاره هڅه وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای