CRI Online

له افغانستان او پاکستان څخه د چين د خارجه وزير وانګ يي ليدنه له لاسته راوړنو ډکه ده

cri     (GMT+08:00) 2017-06-26 18:57:20

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون له ۲۴ مې نېټې څخه تر ۲۵ مې نېټې پورې، د چين خارجه وزير وانګ يي له افغانستان او پاکستان څخه ليدنه وکړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ په ۲۶ مه نېټه وويل، چې دغه ليدنه له لاسته راوړنو ډکه ده. افغانستان او پاکستان يو بل ته د ښه نيت پيغام ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي په لوري يو مهم ګام پورته شوی دی.

ګنګ شوانګ په همدې ورځ د بهرنيو چارو وزارت په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، د خارجه وزير وانګ يي د دغه سفر هدفونه عبارت دي له، د چين، افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ د مهمو موافقو پلي کول او د چين او افغانستان ترمنځ او د چين او پاکستان ترمنځ دوه اړخيزو اړيکو ته پرمختګ ورکول دي، دغه راز د افغانستان او پاکستان په غوښتنې او د چين د د مشرانو له لارښوونې سره سم د يو ډيپلوماتيک سفر ترسره کول، د افغانستان او پاکستان دواړو خواوو د نظرونو اوريدل، د واقعي حالاتو په اړه معلوماتو ترلاسه کول، تر وسې پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه والي په موخه د مرستو برابرول او په عين وخت کې د افغانستان د ملي روغې جوړې بهير پرمخبيول دي.

ګنګ شوانګ پر دې ټينګار وکړ چې چين هيڅکله د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاس نه وهي او خپل اراده پر نورو نه تحميلوي ، خو ملګري اړتيا ولري، چين به ورته لاس ورکړي. د دغه سفر له لارې بېلابېلې خواوې منځه فقره ييزې موافقې ته رسيدلې دي. لومړی، چين، پاکستان او افغانستان به په ګډه سره سيمه ييزه سوله او ثبات وساتي، خپلمنځي تبادلې او اقتصادي همکاري پياوړې کړي او ګډ خونديتوب او پرمختګ وهڅوي.دوهم، افغانستان او پاکستان به د خپلمنځي اړيکو د ښه والي لپاره کوښښونه وکړي او د بحران کنټرول په خاطر به دوه اړخيز ميکانيزم جوړ کړي، تر څو د ناڅاپي پېښو په اړه پر وخت د نظريو تبادله وکړي. درېيم، درېواړه خواوې به د خارجه وزيرانو د ملاقات ميکانيزم جوړ کړي . د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د څلورو خواوو د همغږۍ ګروپ دې بيا فغال شي او د افغانستان په کور او بهر کې د سولې،ثبات او روغې جوړې د عملي کېدو لپاره به زيار وباسي او له طالبانو څخه به غوښتنه وکړي چې ژر ترژره دې په سوله ييز بهير کې ګډون وکړي.پنځم، درېواړه خواوې د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان ترمنځ د تماس نيونکي ګروپ له بيا فغالېدو څخه ملاتړ کوي څو چې د افغانستان د ملي روغې جوړې بهير لپاره رغنده رول ولوبوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای