د چين د يون نان ولايت د دي چينګ د تبتي قوم په خودمختاره سيمه کې له لرغونې زمانې څخه پاتې شوې د لاس تکنالوژۍ ډېرې او ظريفې دي، د بېلګې په توګه تورې کلالۍ، لرګينې کاسې او د تبتي قوم دوديزې جامې او داسې نور. دغه شيان نه يوازې د ځايي خلکو په ژوند کې کارول کيږي، بلکې د سيلانيز پرمخګ له امله بهر ته تللي او د بهرنيانو د هرکلي وړ ګرځېدلي دي. ځايي کسب کاران د دوديزو تکنالوژيو د ساتلو او پرمختګ له لارې د تبتي قوم د ځانګړي کلتور د ساتلو په هڅه کې دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |