CRI Online

د چين او هند ترمنځ د سرحدي کرښې د سکيم په برخه د هندي سرتېريو د تېري په اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند خبر

cri     (GMT+08:00) 2017-06-27 09:01:46

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جون په ۲۶مه نېټه د چين او هند ترمنځ د سرحدي کرښې د سکيم په برخه کې د هندي سرتېريو د تېري په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.هغه وويل چې چين له هند څخه د نوموړو سرتېريو د ايستلو غوښتنه وکړه او بايد په پوره توګه د دې پېښې پلټنه وکړي تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي سيمې سوله او ثبات وساتل شي.

وياند ګنګ شوانګ وويل چې په وروستيو ورځو کې د هند سرحدي ځواکونو د سکيم په برخه کې چيني خاورې ته ننوتلي او د چين د دفاعي ځواکونو عادي عملياتو ته يې خنډونه اچولي دي.دغه راز چين اړين تدبيرونه نيولي دي.هغه زياته کړه چې د چين او هند ترمنځ د سرحدي کرښې سکيم برخه په ۱۸۹۰ کال کې د چين او بريټانيا ترمنځ په غونډه کې د تبت او هند په تړون کې ټاکل شوې ده.چين له هند څخه غوښتنه وکړه چې د سرحدي سيمو تړون او د چين د خاورو حاکيميت ته درناوی وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای