CRI Online

د امريکا سترې محکمې پر کډوالو د ټرمپ حکومت لخوا پر برخه ييز محدوديت خپل بنديز لغوه کړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-27 09:21:57

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سترې محکمې د جون په ۲۶مه نيټه پر کډوالو د ټرمپ حکومت لخوا پر برخه ييز محدوديت خپل بنديز لغوه کړ او څرګنده يې کړه چې د روان کال په اکتوبر کې به د ياد محدوديت پر قانونيت محکمه وکړي.

د امريکا سترې محکمې په همدې ورځ خبر ورکړ چې ياد محدوديت بايد امريکا ته د ننوتلو لپاره پر هغو بهرنيانو پلې نه شي چې د امريکا دننه له مفردودنو يا ارګانونو سره رښتيني اړيکې لري، خو هغو بهرنيانو ته چې هېڅکله امريکا ته نه دی راتللی او يا په امريکا کې هېڅ خپلوان، کاري چارې او يا نورې اړيکې نه لري، دغه هېواد ته د ننوتلو اجازه په موقتي توګه نه ورکول کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای