د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د جون په ۲۵مه نېټه د پاکستان د پنجاب ايالت د بهاولپور سيمه کې د تيلو ټانکر د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۴۰ تنه ووژل شول او تر ۱۰۰ زيات نور ټپيان شول.د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د دې پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړه.هغه د پاکستان خلکو او حکومت ته د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل او هېله يې وښوده چې ټپيان ژر جوړ شي.م م به د اړتيا په صورت کې د پاکستان مرستندويه ادارو ته ملاتړ برابر کړي.
د خبر له مخې،له دې امله چې د يو شمېر ټپيانو حالت سخت دی،ښايي د وژل شويو کسانو شمېر لوړ شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |