د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د داووس دوبني فورم برخوال په وار سره دا ليان ښار ته ورسېدل.
خبريال د دا ليان ښار د بهرنيو چارو له دفتر څخه خبر واخيست چې د سويډن د لومړي وزير سټيفن لوفوين او د فنلنډ د صدراعظم جوها سيپيلا په ګډون ځينې سياسي شخصيتونه دا ليان ښار ته رسېدلي دي.
د مالوماتو له مخې، د دوه زره او اوولسم کال د داووس دوبنی فورم به د جون له اوه ويشتمې نېټې څخه تر نهه ويشتمې نېټې پورې د دا ليان د نړيوالو غونډو په مرکز کې تر سره شي. د اتياوو هېوادونو او سيمو دوه زره استازي به په دې فورم کې ګډون وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |