CRI Online

پرمختيايي هېوادونو د چين لخوا د وړاندې شوي د پرمختګ له لارې د بشري حقوقو د هڅونې په باب موافقه ليک ملاتړ وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-06-27 09:47:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د بشري حقوقو شورا د جون په دوه ويشتمه نېټه د چين لخوا وړاندې شوی د بشري حقوقو د ساتنې لپاره د پرمختګ د خدمتونو په اړه موافقه ليک تصويب کړ، پرمختيايي هېوادونو له دې موافقه ليک څخه ملاتړ وکړ. د دوی په اند، په دې موافقه ليک کې د بشري حقوقو په اړه د پرمختيايي هېوادونو غوښتنې څرګندې شوې دي.

په ژنيو کې د ونزويلا دايمي استازي جورګ واليرو وويل، په دې موافقه ليک کې دا تائيد شوې چې د پرمختګ له لارې د ټولو بشري حقوقو د پوره کولو لپاره څرګند خدمتونه کېدای شي. دغه موافقه ليک د م م د اعلاميې له اړوندو اوصولو سره سمون لري. ونزويلا غواړي چې له چين سره يو ځای دغه موافقه ليک پلی کړي او د دوه زره او دېرشم کال د دوامدار پرمختګ موخو د پوره کولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.

د م م د بشري حقوقو شورا د جون په دوه ويشتمه نېټه ياد موافقه ليک تصويب کړ، دغه راز دغه اصل د لومړي ځل لپاره د بشري حقوقو په نړيوال سيستم کې شامل شو چې له مخې يې خلک وکولی شي د پرمختګ له لارې پرمختګ بشري حقوق وهڅوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای