د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جون په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د چين د بهرنيو چارو د وزير وانګ يي په بلنه به د فليپين د بهرنيو چارو وزير کايتانو د روانې مياشتې له ۲۸مې نېټې څخه د جولای تر لومړۍ نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړي.
وياند ګنګ شوانګ وويل چې د ليدنې په ترڅ کې به د چين مشران له وزير کايتانو سره وګوري او وزير وانګ يي به له کايتانو سره خبرې اترې وکړي.دواړه خواوې به د چين او فليپين ترمنځ د اړيکو،د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو له ټولنې سره د اړيکو او د ګډې پاملرنې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |