د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د دوولسم پنځه کلن پلان له پلي کېدو راهيسې د چين دولتي تصديو له تبت سره يو لړ ستراتيژيک همکاريز موافقه ليکونه لاسليک کړي او زيات شمېر پروژې يې پلې کړې، په تبت کې د دولتي تصديو پانګې ۸۲ مليارډو سلو مليونو يوانو ته رسېدلې دي چې د تبت د اقتصادي پرمختګ لپاره يې خوځنده ځواک برابر کړی دی.
له اوږدې مودې راهيسې دولتي تصديو په فعاله توګه د تبت د اقتصادي ټولنې په ابادولو کې ګډون کړی چې د تبت د پرمختګ لپاره نه بېلېدونکی ځواک ګرځېدلی دی.اوس اړوندې دولتي تصدۍ په پر له پسې توګه په تبت کې لازياتې پانګې اچوي او تخنيکي ملاتړ برابروي چې د تبت خلکو د توليد او ژواند شرايط ډېر ښه شوي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |