CRI Online

د القاعدې لخوا تښتول شوي سويډني خوشي شو

cri     (GMT+08:00) 2017-06-27 16:24:13

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، سويډنی تبعه جوهان ګوستافسون چې په ۲۰۱۱ کال په مالي کې د القاعدې لخوا تښتول شوی و، په دې وروستيو ورځو کې خوشي شوی او د جون په ۲۶مه نيټه بيرته سويډن ته ورسېد.

د سويډن خارجه وزير مارګوت والستورم په همدې ورځ ياد خبر تصديق کړ او و يې ويل، کله چې ګوستافسون بيرته سويډن ته ستون شو، هغه ډير خوشحالي وښودله. د ده خوشي کېدل د ډېرو خواوو د ګډو کوښښونو نتيجه ده. والستورم د ګوستافسون د ژغورل کېدو په اړه نور جذييات ور نه کړل.

د سويډن د ټلويزيون د خبر له مخې، ۴۲ کلن ګوستافسون د ۲۰۱۱ کال په نومبر مياشت کې د مالي په تيمبوکتو ښار کې د القاعدې لخوا تښتول شوی و. په عين وخت کې د جرمني، هالنډ او جنوبي افريقا درې کسان هم له القاعدې سره يرغمل دي. جرمني يرغمل له نيوونکو سره د مقاومت پر مهال ځای پر ځای ووژل شو، هالنډي يرغمل په ۲۰۱۵ کال کې وژغورل شو او د جنوبي افريقا د يرغمل حالت په اړه مالومات نشته. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای