CRI Online

ترمپ له هند څخه غوښتنه وکړه چې د امريکا په وړاندې سوداګريز محدوديت دې نرم کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-27 16:25:45

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د هند له صدراعظم نارندرا مودي د جون په ۲۶مه نيټه په سپينه ماڼۍ کې د سوداګرۍ او امنيتي مسئلو په اړه خبرې اترې وکړې. ترمپ له هند څخه غوښتنه وکړه چې د امريکا په وړاندې سوداګريز محدوديت دې نرم کړي.

ترمپ وويل، د هند په اقتصادي پرمختګ سره، امريکا هيله لري چې پر هند لا زياتې انرژۍ وپلوري. اوس دواړه هېوادونه له امريکا څخه د طبيعي ګازو د اخيستلو په اړه د اوږد مهاله تړون په اړه په خبرو اترو بوخت دي.

د امريکا د يوې شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې د هند په وړاندې د امريکا سوداګريز منفي توازن له ۲۴ ملياردو امريکايي ډالرو نه زيات و. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای