د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د کولومبيا سياسي پلاوي د جون په ۲۶مه نيټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د کولومبيا انقلابي پوځ د وسلو د تحويلولو درېيم پړاو ترسره کړي او په رسمي توګه يې بې وسلې کېدل ومنل.
دغه پلاوي د جون په ۲۰مه نيټه د کولومبيا انقلابي پوځ د وسلو د تحويلولو درېيم پړاو پيل کړ. د دې پلاوي ۴۵۰ کتونکي د دې پوځي ډلې په ۲۶ اډو کې ټولې وسلې ثبت کړي. دغه اډې به په روزنيزو ډګرونو بدلې شي چې د دې پوځي ډلې غړي په ښه توګه په ټولنه کې جذب شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |