CRI Online

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو سرحدي دفاعي ادارو د ترهګرۍ پرضد ګډ پوځي تمرين ترسره کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-06-27 16:28:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جون په ۲۷ مه نېټه د تيان شان غره ــ درېيم نمبر(۲۰۱۷ ) په نامه د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو او د چين او قرغېزستان د سرحدي دفاعي ادارو ګډ پوځی تمرين د چين او قرغېزستان په سرحدي سيمه کې ترسره شو.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د ترهګرۍ ضد ادارو د شورا د اړوندې پرېکړې له مخې،د قزاقستان، چين، قرغېزستان ، روسيې، تاجکستان، ازبکستان په شمول د شانګهای د همکارۍ سازمان د شپږو هېوادونو د سرحدي دفاعي ادارو استازو، د شانګهای د همکارۍ سازمان د سيمې د ترهګرۍ ضد ادارې د اجرايوې کمېټې استازو، د چين د عامه امنيت وزارت، د شينجيانګ د اويغور خودمختارې سيمې اړوندو مشرانو، او په اړوندو هېوادونو او سازمانونو کې د چين د ميشتو افيسرونو او دايمي استازو ياد پوځي تمرين وکته.

په روان پوځي تمرين کې ۷۰۰ عسکرو ګډون وکړ. د چين د عامه امنيت وزير مرستيال وانګ جيان وايي، له دغه پوځي تمرين څخه د ترهګرۍ ضد جګړې او په سرحدي سيمه کې د قوانينو د تطبيق په برخو کې د چين او قرغېزستان د همکارۍ لوړه سويه ښودل شوې، دغه راز د ترهګرۍ ، بېلتون غوښتنې او افراطيت پرضد مبارزې په اړه د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو يووالی او ټينګ هوډ هم ترې څرګند شوي دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای