د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون په ۲۶مه نيټه د چين په چنګ دو ښار کې د برېکس هېوادونو د فلمي فيستوال په اړه د د هندي فلمونو ورځې فعاليت پيل شو او د هندي فلمونو پلاوي په ډله ييزه توګه نندارچيانو ته وښودل شول.
د هند فلم جوړونکي موهن اګايش له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې وويل، د بريکس پنځه هېوادونه لکه يوه لويه کورنی ده. سره له دې چې دوی په بېلو موقعيتونو کې پراته دي او وګړي يې بېلې ژبې وايي، خو دوی له ځينو ګډو مسئلو سره هم مخ دي. فلمونه د دغو مسئلو د حلولو اغېزمنه لار ده، خلک د فلمونو په وسيله د رنګارنګو کلتورونو ترمنځ يووالی او هوسايي شريک کولای شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |