CRI Online

سپيڼې ماڼۍ: سوري حکومت به د کيمياوي وسلو د بريد له امله درنه بيه ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-27 17:12:48

د امريکا سپينې ماڼۍ د جون په ۲۶ مه نېټه وويل، چې امريکا د څارنې له لارې پيدا کړی چې ښايي سوري حکومت د کيمياوي وسلو د يو نوي بريد لپاره چمتوالی نيسي، سوري حکومت به له دې امله درنه بيه ورکړي.

سپينې ماڼې د ۲۶ مې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په سوريه کې د امريکا د پوځي عملياتو هدف د داعش له منځه وړل دي.که سوري حکومت د کيمياوي وسلو بريد بيا ترسره کړي،د سوريې ولسمشر بشار الاسد او سوري پوځ به له دې امله درنه بيه ورکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای